هرات کې له ۸۵ زرو څخه زيات غير پلاني کورونه سروې او ثبت شول
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غير رسمي ښاري سيمو د ثبت برنامې د تطبيق په لړ کې دا ځل په هرات کې ۸۵۵۶۵ کورونه سروې او ثبت کړل.
له دې ډلې څخه ۷۷۳۳۵ کورونه د هرات ښار په بېلابېلو ناحيو کې او ۸۲۳۰ نور کورونه په انجيل ولسوالۍ کې سروې او ثبت شوي دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په کابل، مزارشريف، هرات، کندهار، جلالاباد، فراه، باميان او نيلي ښارونو کې ۷۹۰ زره ۴۴۶ کورونه سروې او ثبت کړي او تر څنګ يې د ملکيت ۲۰ زره سندونه هم پر اړمنو ويشلي دي.