هرات کې د صنعتي پارکونو د پراختیا په موخه د یو مناسب ځای پر غوراوي خبرې وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۴ - ۱۰:۵۶
picture

 ۱۴۴۵/۰۶/۱۱

هرات ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس عبدالله اکبري وايي، د هرات ولایت مقام په همکارۍ او په یاد ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ، کرنې او مالدارۍ، چاپېریال ساتنې، او اقتصاد ریاستونو او دغه راز د سوداګرې خونې، صنعت کارانو خونې، سوداګرو او نورو د مشورو وړ کسانو په ګډون یې دغه ولایت کې د صنعتي پارکونو د پراختیا په موخه د یو مناسب ځای پر غوره کولو، مشورتي ناسته وکړه.

په دغه مشورتي ناسته کې، د مناسب ځای او اغېزمنو برخو لکه، د اوبو سرچینو، انساني سرچینو، سړکونو ته لاسرسي، د برېښنا انرژۍ ته لاسرسي، ټاپي پروژې ته په لاسرسي، راتولنکو پراختیایي ساحو، د بار او لېږد اسانتیاوو، ټرانسپورټ، چاپېریالي اغېزو، خځلو او د صنعت د فاضله اوبو په تړاو خبرې وشوې.

ښاغلي عبدالله اکبري وایي، د هرات په شمال برخه کې دشت حوض، په سویل لوېدیځ کې د ګذرې ولسوالۍ په سرخه کاریز، او د هرات په لوېدیځ کې د زنده جان ولسوالۍ ترکه دښتې، هغه ځایونه وو، چې د مثبتو او کمزورو نقطو په اړه یې بحثونه وشول.

په ناسته کې، د صنعتي پارک د څانګو وېش په تړاو هم خبرې وشوې، چې د سترو، منځنیو او کوچنیو پانګوالو او صنعت کارانو او دغه راز د بېلا بېلو تولیداتو او پروسس لپاره برخې جلا شي.

د ناستې په دوام خبرې وشوې، چې باید کرنیزې ځمکې په صنعتي بدلې نه شي، خپبلې سرې پراختیا رامنځته نه شي، او هغه سیمې چې په راتلونکي کې د ښاري پراختیا لپاره په پلان کې نیول شي، صنعتي برخه کې شاملې نه شي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۵۷
Background image

د لوګر پوهنتون د خوړنځای او غونډو تالار جوړېدل بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۴۴۸/۱/۱۲

د لوګر پوهنتون په داخل کې د خوړنځای او د غونډو تالار د جوړولو چارې بشپړې او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یادو ودانیزو چارو نقشې د کور او ښار جوړولو وزارت د لوګر ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل ښار او شکردرې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د صنعتي فعالیتونو له وضعیت څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري تخلفاتو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست د رسېدنې او عامه پوهاوي آمریتونو موظفو ټیمونو د کابل ښار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

د بغلان د ډنډغوري ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ‌اس ریاست تخنیکي ټیم د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د پراختیایي ساحې د دویمې برخې د توپوګرافي سروې چارې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت