هرات کې د دولتي ادارو د برېښنا لګښت او د سولري سیستم د نصب ساحې د معلومولو سروې ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۰:۴۸
هرات

1447/02/19

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د اداري کمپلکس په اړوند، د برېښنا لګښتونو د ارزونې او د سولري سیستم د نصب لپاره د فایل د ساحې د مشخصولو په موخه تخنیکي سروی ترسره کړه.

ښاغلي انجنیر اکبري وویل، دغه سروې د هریرود مرغاب د حوزې د ریاست د وړاندیز او د ولایت مقام د حکم پر بنسټ، د یو ګډ هیئت له لوري ترسره شوه چې پکې د ولایت مقام، د انرژۍ آمریت، او د بریښنا ریاست استازي شامل وو.

د نوموړي په خبره، د کار لړۍ د ولایت مقام څخه پیل شوه چې دمګړۍ د اقوامو او قبایلو ریاست، د احصائیې ریاست، د اصلاحاتو ادارې ریاست، د اتومي انرژۍ ریاست او د چاپېریال ساتنې ریاست په ودانیو کې د ساحې اندازه کول بشپړ شول.

د یادلو وړده، چې د برېښنا لګښت د کمولو او د پاکې انرژۍ د کارونې د پراختیا لپاره، په دولتي ودانیو کې د سولري سیستم نصب مهم پړاو بلل کېږي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۰:۴۹
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د ترانسپورتي ترمینل له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۳/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د صنعتي او اقتصادي زونونو د پراختیا ریاست محترم رئیس الحاج محمد مسعود وایي، اړوند تخنیکي ټیم یې د میدان ښار د ترانسپورتي ترمینل له ودانیزو چارو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۴۹
Background image

په میدان وردک ولایت کې د ده پاک مهاجرینو د ښارګوټي خط اچونه تر سره شوه

۲۳/۳/۱۴۴۷

د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولوریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وايي، چې تخنیکي ټیم یې د کور او ښار جوړولو وزارت، ښاروالۍ او د مهاجرینو ریاست په همکارۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۳:۸
Background image

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د درې جوماتونو د جوړېدو چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۰۳/۲۲

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي انجینرانو ټیم د مرکز ښرنې په کچه د درې جوماتونو له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي سیف الجهاد وویل، د څارنې پر مهال. . .

BACK TO NEWS