هرات ولايت کې د زنده جان ولسوالۍ ښوونځي د جوړېدو چارې به ژر بشپړې شي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۲ - ۱۰:۵۱
هرات

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د هرات ولايت په زنده‌جان ولسوالۍ کې د لس صنفي ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې تر ۹۰ سلنه رسيدلي او په نږدې راتلونکي به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي. دا ښوونځی په ۹۰۶ متر مربع ځمکه کې په يو پوړيز ډول په ۱۴ ميلیونه ۷۰۰ زره افغانۍ جوړيږي چې لګښت يې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له انکشافي بوديجې څخه ورکول کيږي.

په دې ښوونځي کې ۵ تشنابونه، د لمريزې برېښنا سيسټم، د څښلو اوبو ژوره څاه او نورې اړينې اسانتياوې هم برابرې شوي دي. ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښوونځيو د ودانيو په جوړولو سره غواړي په ښوونيز ډګر کې زده‌کوونکو او ښوونکو لپاره ارامه او مناسب چاپېريال برابر کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۵۱
Background image

په ارزګان کې د مساجدو له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مرکز ترینکوټ اړوند د خانقې جامع جومات له روانو ودانیزو چارو څخه د تخنیکي څارنه وکړه.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اړوند د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت