نیلي کې ۸۱۴ د ملکیت سندونه توزیع شول
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د غیر رسمي او غیر پلاني کورونو د ثبت په لړ کې په دایکندي ولایت په نیلی ښار کې مستحقینو ته ۸۱۴ د ملکیت سندونه وویشل.
دې وزارت د غیر رسمي او غیر پلاني کورونو د ثبت او د ملکیت سند د توزیع له پیل راهیسې تر دې دمه په بلخ، هرات، جلال اباد، کندهار، فراه، بامیان او نیلي ښارونو کې نږدې ۳۰ زره د ملکیت سندونه ویشلي چې له دې سره به دا کورونه مصون او د رسمي او غیر رسمي کورنو ترمنځ تبعیض لمنځه ولاړ شي.
###