نيمروز ولايت کې د يو ښوونځي او ليليې د جوړېدو چارې نږدې نيمايي شوي دي
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د نيمروز ولايت په چهاربرجک ولسوالۍ کې د يو ښوونځي چې ليليه هم لري، د ودانۍ جوړولو چارې ۴۹ سلنه بشپړې کړي دي.
دا ښوونځی په ۲۱ ميليونه ۴۰۰ زره افغانيو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د عامه او دولتي ساختمانونو د برنامې له لارې په پاخه ډول رغول کيږي.
د دې ښوونځي په رغولو سره به په سیمه کې د زدهکوونکو او ښوونکو لپاره مناسب او ارام ښوونيز چاپېريال برابر شي او نورې کورنۍ به هم وهڅيږي چې خپل ماشومان ښوونځیو ته واستوي.