نورستان ولایت کې ۷۷۷۳۱ جریبه څړځایونه ثبت شول

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳ - ۸:۴۷
نورستان

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو سروې او ثبت پروژې د تطبیق له لارې په نورستان ولایت کې ۷۷۷۳۱ جریبه څړځایونه سروې او ثبت کړل.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو سروې او ثبت له پیل نه را پدیخوا، تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې نږدې ۳ میلیونه جریبه څړځایونو سروې ثبت کړې ده.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو سروې، تثبیت، نښه کولو او ثبت پروژې له تطبیق سره عامه او خاصه څړځایونو څخه ګټورې استفاده او همداراز اقتصادي او مالداري ځان بسیاینې ته زمینه برابره کړې.

###

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 4 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۲:۱۷
Background image

په غزني کې د سړکونو د جوړیدو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۰/۱۹

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم  د غزني ښار د خواجه حکیم صاحب، د خشک او احمدالله کلي د مدرسي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۹:۳۵
Background image

په هلمند کې د افغان پست امارتي شرکت له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۰/۱۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي شمس الله ناظم وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د افغان پست امارتي شرکت له رغنیزو چارو څارنه تر سره کړه.

ښاغلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۸:۳۳
Background image

په لوګر کې د مسجد شریف او کتابتون له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۰/۱۹

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د یو باب مسجد شریف او کتابتون له ودانیزو چارو څارنه تر سره کړه.

ښاغ. . .

BACK TO NEWS