ننګرهار کې د یو غیر قانوني ودانۍ چارې وځنډول شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۲:۴۴
ننګرهار

۱۴۴۶/۰۷/۲۶

ننګرهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس قاري محمد نبي سعید په مشرۍ په دغه ولایت کې له ښاري تخلفاتو د یو اقدام چارې وځنډول شوې.

له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، ننګرهار کې د کور او ښار جوړلو رياست له ښاري تخلفاتو د مخنیوي انجنيرانو د جلال اباد ښار د دوهمې  ناحيې اړوند (مشکو) کوڅې څخه ليدنه وکړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، په ياده ساحه کې د یوې ودانۍ چارې روانې وي، چې په خبره یې مالک یې هېڅ تخنيكي اسناد( ويزه شوې نقشه، قباله او د اړوندې ناحيې مکتوب) نه درلودل.

نوموړی وایي، له همدې امله یې د یادې ودانۍ چارې وځنډولې، تر څو ټول قانوني پړاونه بشپړ کړي، اسناد ولري او بیا چارې د پلان او نقشې مطابق سرته ورسوي.

ننګرهار کې د کور او ښار جوړولو ریاست هڅې پیل کړي چې، په ښار کې د خپلسرو ودانيو او ودانیزو چارو مخنيوی وکړي او ښار د پلان او نقشې مطابق په انجنيرۍ معيارونو وده او پراختیا پیدا کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت