ننګرهار کې د کور او ښار جوړولو ریاست د خپلو 11 بستونو ازموینه واخیسته

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۳ - ۱۱:۵۹
picture

۱۴۴۵/۰۵/۳۰

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په دغه ولایت کې د خپلو (۱۱) خالي بستونو ازموینه، د اداري اصلاحاتو ادارې او د ننګرهار ولایت مقام د بشري سرچینو ریاست د استازو په شتون کې واخیسته.

دغه چاره، په دې موخه ترسره شوه، چې کار اهل کار ته وسپارل شي او په ننګرهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست اړوندې چارې ګړندۍ او لا پرمختګ وکړي.

د ازموینې ګډنوالو ته ډاډ ورکړل شو، چې د هېچا حقوق به نه ضایع کېږي او هڅه کېږي چې وړ او مناسب کسان خپل هېواد ته د خدمت کولو په موخه استخدام شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ازاد سیالیو له لارې په مرکز او ولایتونو کې خالي بستونه اعلان ته ورکوي، ترڅو مسلکي او وړ کسان استخدام شي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۵
Background image

د راستنو شوو مهاجرو لپاره د استوګنیزو نمرو د ورکړې بهیر ګړندی شوی؛ ننګرهار کې سلګونه کورنیو ته نمرې ورکړل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، ننګرهار ولایت ته سفر وکړ، چې لاسته راوړنې هم لري.

ښاغلي وزیر، ننګرهار ولایت ته د خپل رسمي سفر پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۳۳
Background image

د میدان وردګ ولایت کې د سردار محمد داود خان او توسعوي ښارګوټو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۳

د ښاري نظم د تأمین او د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه، د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې تخنیکي ټیم له لوري، د سردار محمد داود. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د خوست ولایت د هوايي ډګر د ورزشي لوبغالي له پروژې څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۳

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي او انجینري ټیم له لوري، د هوايي ډګر د ورزشي لوبغالي له روانو ودانیزو چارو څخه ساحوي نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت