ننګرهار کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره ښارګوټی پرانستل شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۴
ننګرهار

۱۴۴۶/۱۰/۱۵

د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام ښاغلي اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ننګرهار ته تللي پلاوي د دغه ولایت په قاسم اباد سیمه کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره په (3000) جریبه ځمکه کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د جوړولو په موخه د بنسټ ډبره کېښوده.

د پرانستې په دې مراسمو کې، د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام ښاغلي اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، په ټولو ولایتونو کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره ښارګوټي په نظر کې نیول شوي، چې د ژوند ټولې اسانتیاوې به ولري.

ورپسې، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وویل، وزارت یې د ټولو ولایتونو لپاره د ښارګوټو نقشې ترتیب کړي، چې د ډېرو هغو یې سروې او خط اچونه ترسره شوې ده.

د یادولو ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې ګړندۍ کړي، څو د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټو په چوکاټ کې ځمکې تشخیص، سروې، انتقال او د یو منظم پلان له مخې یې ووېشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۵:۳۴
Background image

د نیله ‌باغ او قطري ښارګوټو له ودانیزو چارو څخه لیدنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنا د پراختیا محترم مرستیال الحاج ګل زرین صابر او د دې وزارت د برنامو د انسجام ریاست وارسي کوونکی  انجنیر عبدالوهاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د ښاري چارو مرستیال د ملګرو ملتونو د زیربنايي پراختیا د پروژو د مسؤول سره وکتل

۱۰/۰۶/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د زیربنايي پراختیا پروژو د مسؤول کریستیان ډورفیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۵:۱۷
Background image

په کندهار کې د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۷/۰۶/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د کندهار ولایت د زیړۍ ولسوالۍ د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د مهاجرینو د کمېټې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت