ننګرهار ولایت کې څه باندې ۴۹۴ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه
ښارجوړولو او ځمکو وزارت هېواد کې د ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال ، ننګرهار ولایت اړوندو سېمو کې په ۲۹۶ قطعو کې ، ۴۹۴ زره او ۵۴ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.
له دې شمېر څخه، ۴۵۴ زره او ۸۵۵ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې، ۳۹ زره او ۱۹۹ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي ،چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ثبت شوي دي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه، د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې په ۷۱۱۰ قطعو کې ، ۷ ملیونه ۱۲۰ زره او ۷۸۷ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د حکومت د اقتصادي او پراختیایی پلانګذاریو د ښه تطبیق په موخه سروې او ثبت کړي دي.