ننګرهار ولايت کې ۳۰۰۰ جريبه دولتي ځمکه انتقال شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په تازه ډول په ننګرهار ولايت کې ۳۰۰۰ جريبه دولتي ځمکه ولېږدوله.
دا سپينه دولتي ځمکه د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د کډوالو ښارګوټي د جوړېدو په موخه د سيمهييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په غوښتنه انتقال شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۹ ولايتونو کې د کډوالو، معلمينو، غالۍ اوبدونکو او صنعتي پارکونو لپاره د ښارګوټو په ګډون د نورو ګڼو بنسټونو د جوړېدو په موخه د دولت بېلابېلو متقاضي ادارو ته ۲۴۲ زره جريبه دولتي ځمکه انتقال کړې ده.