ننګرهار او لغمان ولايتونو کې له ۵۰۰ زره جريبو څخه زياته ځمکه سروې او ثبت شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک له پيل راهيسې په ننګرهار او لغمان ولايتونو کې ۵۲۱۵۸۳ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړي دي.
له دې ډلې څخه ۳۶۳۳۸۹ جريبه سپينه ځمکه او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه په ننګرهار ولايت کې او ۱۵۸۱۹۴ جريبه ځمکه او دولتي املاک د لغمان ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې په ۵۲۹۲ قطعو کې ۴ ميلیونه ۵۶۹ زره او ۱۰۲ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي.