میدان وردګ ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۹:۳۵
میدان وردګ

۱۴۴۶/۰۹/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي ټیم یې په میدان وردګ ولایت کې د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو د محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر په لارښوونه او همکارۍ په یاد ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وکړ.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، ټیم یې د مرکز ميدان ښار اړوند په سردار محمد داود خان ښارګوټي کې خپلې چارې پیل کړي دي.

نوموړی وایي، د نوموړي ښارګوټي د تفصيلي پلان خلاف د سيلبر د حريم په شنه ساحه کې د يوه شخص له لوري د يوې استوګنیزې نمرې جوړولو چارې روانې وې چې، دوی یې مخنیوی وکړ.

سرغړوونکي کس ته لازمې لارښوونې شوي چې، څنګه کېدای شي په مصؤن او د پلان مطابق ځای کې کور جوړ کړي او ارام ژوند غوره کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې، د پلان خلاف چارې ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

په هرات کې د تاریخي ابداتو د زیانونو پېژندنه او د رغنیزو پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د تاریخي ابداتو د ساتنې ریاست د محترم رئیس په وینا، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات ولایت په یو شمېر سیمو کې د تاریخي آبداتو د زیانونو پېژندنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۲۰
Background image

کابل ښار کې له یو شمېر ودانیزو پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۶/۲۶

د منظمې ښاري ودې او پراختیا او د غیر پلاني انکشاف څخه د مخنیوي په موخه په دې وروستیو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله شلمه ګڼه فرمان صادر شو، چې له مخې یې د کور او ښار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۳:۵۴
Background image

د مسکن مرستیال د کابل د پیروزي ښارګوټي د استوګنیزې پروژې څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۷/۶/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال  الحاج مولوي ګل زرین صابر د کور او ښآر جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت