میدان وردګ ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د جوړولو لپاره د توپوګرافي سروې بشپړه شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۴:۶
وردک

۱۴۴۶/۱۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي، ای، ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، تخنیکي ټیم یې په میدان وردګ ولایت کې د هغو مهاجرینو لپاره چې بېرته هېواد ته راستېږي، د بیا مېشتېدو د زمینې برابرولو په موخه، د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ۵۱۰ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه کړه.

ښاغلی انجنیر لطیف وایي، یاده سروې د سیمه‌ییزو او تخنیکي ادارو سره په همغږۍ ترسره شوې، چې موخه‌یې د یو منظم او معیاري ښارګوټي جوړول دي، څو مهاجرینو ته د باعزته ژوند کولو لپاره مناسب چاپېریال برابر شي.

د سروې او GIS ریاست ډاډ ورکوي چې دا سروې د تخنیکي او چاپېریالي معیارونو په پام کې نیولو سره ترسره شوې او ترلاسه شوي معلومات به د ښارګوټي د ډیزاین او عملي تطبیق لپاره په دقیق ډول وکارول شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت تل هڅه کوي چې د معیاري ښارګوټو ډیزاین کولو له لارې هېوادوالو ته دهوسا ژوند زمینې برابرې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د کندهار ولایت په پنځلسمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د کندهار ښار په پنځلسمه ناحیه کې له هغو ساختماني چارو څخه ساحوي تخنیکي نظارت ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۱۳
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د ناقانونه ودانیزو فعالیتونو مخه ونیول شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست، د رسیدګۍ، عامه پوهاوي او نظارت ټیمونو، د دوامداره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۲
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ساختماني موادو د کیفیت ازموینې لپاره لابراتوار جوړوي

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ساختماني موادو د کیفیت ازموینې د لابراتوار لپاره د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.

 په دغو مراسمو کې، د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت