محترم محمود کرزی د ورس، سیغان او یکاولنګ ولسوالیو ستراتیژيک پلانونه منظور کړل

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د بامیان له والي محترم سید انور رحمتي سره په لیدنه کې د بامیان ولایت د ورس، سیغان او یکاولنګ ولسوالیو ستراتیژيک پلانونه منظور کړل.
په سر کې، د بامیان والي محترم سید انور رحمتي د ښاري تنظیم او ځمکو مدیریت په برخه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له هڅو مننه وکړه او د یاد وزارت څخه د دولتي ځمکو د تصفیې او ټولګټو پروژو د تطبیق په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ورپسې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی بامیان ولایت یې د هېواد یو لرغونی او د ښار جوړولو وزارت ته یو مهم ولایت وباله او د یاد ولایت ټولو ولسوالیو د ښه انکشاف لپاره د پراختیايی پلانونو د طرحې او تطبیق ژمنه وکړه.
همدارنګه، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د بامیان له والي څخه وغوښتل چې د ښارګوټو د جوړولو او ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره مشخص وړاندیزونه دې وزارت ته واستوي ترڅو په عملي کېدو یې لازم اجراات ترسره شي. محترم محمود کرزی زیاته کړه چې بامیان خلکو ته کاري او اقتصادي فرصتونو برابرولو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.
همداراز، محترم محمود کرزی د ځمکو او ښارجوړونې په برخه کې ستونزو ته په اشارې وویل چې په ګډ کار سره باید په دې برخه کې د خلکو ستونزو ته په جدي توګه رسیده ګي وشي.
د غونډې په پای کې دواړو لورو یو ځل بیا پر ګډ کار او دوه اړخیزه همکاری ټینګار وکړ.
###