محترم محمد جواد پیکار نن سهار د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ له ودانۍ لېدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۶ - ۱۵:۴۳
د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم محمد جواد پیکار نن سهار د کابل پولیتخنیک پوهنتون له رئیس پروفیسور سعید کاکړ، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د عملیاتي واحد مرستیال عبدالرحمن عطاش او نورو رئیسانو او مسوولانو سره په ګډه د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ له ودانۍ لېدنه وکړه.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د دې انسټیټیوټ له ټولو څانګو لېدنه وکړه او له مسوولانو یې مننه وکړه چې په دې ودانۍ کې یې د مخکې جوړ شوي ودانیز توکي کارولي او ټینګار یې وکړ چې د پوهنې او زده‌کړو په برخه کې دې له دې توکیو لا ډېره ګټه واخېستل شي.

همداراز، محترم محمد جواد پیکار د افغاني کور جوړونې له ادارې او د دې ادارې له ټول پرسونل څخه ستاینه وکړه او د دې ادارې رئیس ته یې لارښوونه وکړه هغه ټولو کسانو چې د دې ودانۍ په جوړولو کې یې برخه اخېستې ده، په ستاینلیکونو وستايي.

ورپسې د کابل پولیتخنیک پوهنتون رئیس د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له بې‌دریغه زیار څخه مننه وکړه او د ځوانانو او محصلانو د ظرفیت جوړونې، د علم خاصلولو او د کسب و کار مهارتونو په پیدا کولو کې د دې انسټیټیوټ رغول یې یو مهم ګام وباله.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کور جوړونې ادارې له لورې دا ودانۍ له مخکې جوړو شویو رغنیزو توکیو له نوې ټکنالوژۍ څخه په ګټنې پر ۱۰۴۰ متره مربع مساحت په دوه پوړیز ډول د کابل پولیتخنیک پوهنتون کې جوړه شوې او ګټنې اخېستنې ته چمتو ده.

دا ودانۍ درسي ټولګي، کاري دفترونه، تشنابونه، د کنفرانسونو تالار، خوړنځی، کتابتون او په مجهز او عصري ډول انتظار خونه چې د اوبو او برښنا سېسټم، انټرنېټ او د ګرمې او سړې هوا سېسټم هم لري، رغول شوې ده.

ورته مهال د دې ناستې په څنډه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د کابل پولیتخنیک پوهنتون رئیس محترم سعید کاکړ سره لېدنه وکړه او په دې لېدنه کې یې د نورو مسایلو تر څنګ د ځمکوالۍ تخنیکي انسټیټیوټ په رامنځ‌ته کولو هم بحث او خبرې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۵:۱
Background image

د ننګرهار سره ‌رود ولسوالۍ کې د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۶/۲۵

د مهاجرینو د حقونو خوندیتوب، د هغوی د بنسټیزو اړتیاوو پوره کول او د باعزته استوګنې د زمینې برابرولو په موخه، یو بل ستر او عملي ګام پورته شو.

دا ځل، د ننګرهار ولایت د سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۴۱
Background image

د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا معینیت اداري غونډه تر سره شوه

 ۲۵ / ۶ / ۱۴۴۷

د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا معینیت کاري او اداري غونډه، د محترم الحاج مولوي ګل زرین صابر په مشرۍ، د یاد معینیت د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او آمرینو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

کابل ښار کې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره د سپینې دولتي ځمکې د تثبیت په اړه سلا مشورې وشوې

۲۵/۰۶/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ جوړې شوې کمیټې، کابل ښار کې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت