لوگر کې د صنعتي پارک د زیانمن شوو ساحو څېړنه وشوه

it_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۴:۱۳
لوگر

۱۴۴۶/۰۸/۱۳

لوگر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي انجینري ټیم یې د بېلا بېلو ادارو د استازو په شتون کې په دغه ولایت کې د شته صنعتي پارک څخه لیدنه وکړه.

ښاغلی مولوي زاهد وایي، په دغه لیدنه کې د یاد پارک د زیانمن شوو ساحو بررسي وشوه چې په خبره یې دغه چاره یې د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د حکم په اساس ترسره کړه.

نوموړی وایي، په یاد صنعتي پارک کې بېلا بېلې برخې لکه چاپېریالي دېوالونه، د سړکونو جدولونه، د پلي لارو سنگ فرشونه، د سړک بغلې او د صنعتي پارک عمومي دروازه زیانمن شوي دي.

د معلوماتو له مخې، دغه زیانونه یادو برخو ته د بېلا بېلو لاملونو له کبله اوښتي دي چې، تمه ده تر بررسۍ وروسته به یې د رغولو لپاره ګامونه پورته شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو دولتي پروژو څارنه کوي او د اړتیا په صورت کې یې د پلان له مخې د ترمیم او رغونې غوښتنه کوي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 2 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۵:۷
Background image

په زابل ولایت کې د خپلو سرو ودانیو مخنیوی وشو

19/8/1446

د زابل ولایت د کوراوښارجوړولو ریاست محترم رئیس ملادادګل مسلم وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په مرکز قلات کې د چهل دختران د عالي ښوونځي په ساحه کې د خپل سرو ودانیو د جوړیدو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

لوگر کې سلګونه جریبه ځمکه سروې شوه

19/8/1446

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي، ای، ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې په لوګر ولایت کې سلګونه جریبه ځمکه سروې کړه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

پنجشېر ولایت کې لسګونه جریبه ځمکه سروې شوه

۱۴۴۶/۰۸/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي، ای، ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې پنجشېر ولایت کې لسګونه جریبه ځمکه سروې کړه.

ښا. . .

BACK TO NEWS