لوګر کې له ۲۰۰ زره جريبه څخه زیاته ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۱۰:۲۵
News

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک له جوړولو وروسته تر اوسه په لوګر ولايت کې ۲۰۰۸۲۲ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړي دي.

له دې ډلې څخه په ۶۲ قطعو کې ۱۹۱۹۱۱ جريبه سپينه ځمکه ده او په ۱۰۴ قطعو کې بيا ۸۹۱۱ جريبه دولتي املاک دي چې د لوګر ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې په ۵۲۹۲ قطعو کې ۴ ميلیونه ۵۶۹ زره او ۱۰۲ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي.  

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۲۱
Background image

په پروان ولایت کې د ۳۰ متره سړک د دواړو غاړو د موازي کرښو د ټاکلو توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ ای‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم د پروان ولایت په مرکز کې د پوهنتون له درې‌لارې څخه د هوفیان له سیمې هاخوا پورې د ۳۰ متره سړک د دواړو غاړو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۱:۴۱
Background image

په تېره یوه اوونۍ کې ۱۲۲۶ راستنو شویو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د هستوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري، په تېره یوه اوونۍ کې په څلورو ولایتونو کې ۱۲۲۶ راستنو شویو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۱:۲۱
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د هریرود سیند د شمالي او جنوبي سیمو د پلانونو د اصلاح لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۵/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم د غور ولایت په مرکز کې د هریرود سیند د شمالي او جنوبي سیمو د ښاري پلانونو د اصلاح په موخه توپوګرافي سروې پیل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت