لوګر کې د برکي برک ولسوالۍ کې د ښاري پلان لپاره توپوګرافي سروې تر سره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۰:۳۸
لوګر

۱۴۴۷/۰۷/۰۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس وویل، چې د یاد ریاست اړوند تخنیکي ټیم د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په ساحه کې د توپوګرافي سروې چارې په بریالیتوب سره ترسره کړې.

نوموړي زیاته کړه، چې یاده سروې د ښاري تفصیلي پلان د حدودو د تثبیت په هدف د ۵۸۰.۴ جریبه ځمکې په مساحت کې ترسره شوې، تر څو د ښاري پراختیا لپاره دقیق تخنیکي معلومات برابر شي.

د سروې او جي ای ایس تخنیکي ټیم د معیاري تخنیکي وسایلو په کارولو سره ساحوي معلومات راټول کړي، چې د راتلونکو ښاري پلانونو په جوړولو کې به ترې ګټه واخیستل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښاري پراختیا، منظم پلان جوړونې او د ځمکو د قانوني حدودو د تثبیت په موخه تخنیکي سروې ګانې ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت