لوګر ولایت کې د یو غیرپلاني او خپل سري مارکېټ جوړولو مخنیوی وشو
۱۴۴۵/۰۶/۱۶
د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د دغه ولایت په محمد اغه ولسوالۍ زاهد اباد بازار کې یې د یو خپل سري او غیر قانوني مارکېټ جوړولو مخنیوی وکړ.
د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو رئیس وایي، یاد مارکېټ په غیر قانوني توګه عام المنفعه ځای کې جوړېده، چې د لوګر ولایت محترم مقام سره په همغږۍ یې مخنیوی وشو.
ښاغلی مطیع الله زاهد وایي، په همدې تړاو یې د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ ښاروالۍ ته هم لارښوونه وکړه، چې د ورته خپل سرو او غیرقانوني چارو مخنیوی وکړي، چې په وینا یې هغوی هم د ورته چارو د بیا نه تکرار ډاډ ورکړ.
د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند مرکزي او ولایتي ریاستونه د خپلو اصولو، کاري طرزالعملونو او مسوليتونو په چوکاټ کې د خپلو ټولو پلانونو او دولتي ودانیو د چارو له تطبيق، څارنه او پالنه کوي.
د کور او ښار جوړولو وزارت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په خپل سرې او غیر قانوني توګه رغنیز فعالیتونه وکړي او دغه برخه کې د درنو هېوادوالو غوښتنه کوي چې خپل ځان، ولس او امارت ته سرخوږی جوړ نه کړي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.