لوګر ولایت کې د یوې پروژې له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۶/۰۶/۱۶
لوګر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت په استانف محکمې داخل کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وکړه.
ښاغلی مولوي زاهد وایي، دغه پروژه په استناف محکمه کې د یو مسجد شریف ده چې دوی یې ارزونه او څارنه وکړه.
نوموړی وایي، د یادې پروژې قراردادي شرکت مسؤلینو ته د موسم تغیر او یخوالي له کبله لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو لازم تدابیر ونیول شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په ټولو ولایتونو کې د هوا او موسم تغیر ته په کتو اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې کوي او له چارو دقیقه ارزونه او څارنه کوي.