له ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره د پلازمېنې زون پراختیا ادارې د ادغام تشکیلاتي طرحه وارزول شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۳ - ۱۰:۵۸
IM

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ښاغلي سرپرست مولوي حمد الله نعماني په هغه ناسته کې چې د یاد وزارت او د پلازمېنې پراخحتیا زون ادارې مسؤلینو په کې برخه اخیستې وه، له ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره د پلازمېنې زون ادارې د ادغام تشکیلاتي طرحه و څېړله.

په ناسته کې د یادې موضوع په تړاو بېلا بېلې تشکیلاتي طرحې وړاندې شوې او په اړه یې هر اړخیز بحث وشو.

د ښار جوړولو او ځمکګو وزارت ښاغلي سرپرست مولوي حمد الله نعماني ټینګار وکړ چې باید په تشکیلاتي طرحه کې حمایوي ریاستونه ، تخنیکي ریاستونه او دغه راز هغه ریاستونه او معینیتونه چې کاري ورته والی لري باید معلوم او تفکیک شي.

په ناسته کې د وزارت او پلازمېنې پراختیا زون ادارې مسؤلینو خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل چې څنګه کېدای شي یو غوره تشکیل او ادغام رامنځته کړي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ښاغلي سرپرست مولوي حمد الله نعماني هغه تخنیکي ټیم ته چې د وزارت او پلازمېنې پراختیا زون ادارې له مسؤلینو څخه جوړ شوی لارښوونه وکړه چې هڅه دې وکړي داسې طرحه جوړه کړي چې تشکیلاتي تورم او پاړسوب له منځه لاړ شي او چارې زیانمنې نه شي چې وروستۍ بېلګه دې بیا ورسره شریکه شي..

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت