له ځمکې د اغېزمنې ګټې اخیستنې برخه کې ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده
۱۴۴۶/۵/۱
له ځمکې د اغېزمنې ګټې اخیستلو برنامه چې د کور او ښار جوړولو وزارت او د کابل محترمې ښاروالۍ یو شمېر انجنیرانو د کاري او علمي کچې د لوړولو په موخه رامنځته شوې وه، پای ته ورسېده.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي د ځمکې څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې ښوونیزې برنامې په پای غونډه کې وویل، ښونیزې برنامې د کارکونکو په ظرفیت لوړېدو کې مثبت رول لري چې د کارونو د پرمختګ لامل کیږي.
ښاغلي خروټي د دې برنامې له ګډونوالو وغوښتل چې په پوره ایماندارۍ او ریښتینولۍ سره د هېواد ابادۍ لپاره کار وکړي.
په اخیر کې د محترم مرستیال خروټي او نورو رئیسانو لخوا د دې ښونیزې برنامې ۱۷ ګډون کونکو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې.