له دې وروسته به د غزني په مقر او اندړو ولسوالیو کې منظمه ښاري پراختیا رامنځته شي

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۰:۴۵
picture

۱۴۴۵/۱۱/۱۰

غزني کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي بلال متقي وایي، هڅې یې پیل کړي چې د مرکزي ښار ترڅنګ په ولسوالیو کې هم د غیرې منظمې او غیر پلاني ښاري ودې او پراختیا مخنیوی وکړي.

محترم مولوي بلال متقي وایي، د غزني د مقر او اندړو ولسوالیو لپاره یې تفصیلي پلانونه چمتو او د یادو ولسوالیو محترمو ښاروال صاحبانو او یوه یوه کاپي یې د یادو ولسوالیو محترمو ولسوالانو ته تسلیم کړې.

د نوموړي په خبره، یاد تفصیلي پلانونه د غزني ولایت د معاونیت محترم مقام کې تسلیم شول چې د تسلیمۍ په مهال د غزني ولایت محترم مرستیال والي مولوي رحیم الله محمود هم شتون درلود.

ښاغلي متقي زیاته کړه، د تفصیلي پلانونو په جوړېدو او تطبیق سره به د ولسوالیو په بازارونو کې ودانیزې چارې د پلان مطابق مخته ولاړ شي او د غیرې قانوني  مارکېټونو، هټیو، او نورو ودانیزو چارو د جوړېدو مخنیوی به وشي.

هغه وایي، په پام کې لري چې د نورو اړونده همکارو ادارو په مرسته به د پلانونو جوړولو پروسه نورو ولسوالیو ته هم وغځوي او د ټولو ولسوالیو لپاره به تفصیلي پلانونه جوړکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د پروژو د کیفیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم، کابل کې د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د هېواد په کچه د پلان جوړولو برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت یو بل ستر ګام اوچت کړ

۱۴۴۸/۲/۱۰

ماسټر پلان، چې د ښار راتلونکې پراختیا په منظم او معیاري ډول رهبري کوي او د ځمکو سمه او اغېزمنه کارونه تضمینوي.

سربېره پر دې، د غیرپلاني او بې‌نظمې ودانۍ مخنیوی کوي او د نفوس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د لوګر ولایت د مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شو

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د لوګر ولایت د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي جوړولو تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت