لغمان ولايت کې د يو ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۶ - ۱۰:۵۷
لغمان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د مريم ابتدائيه ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې بشپړې کړې او ګټې اخېستنې ته يې وسپارله.

دا ښوونځی په ۶۱۸ متر مربع ځمکه کې په يو پوړيز ډول د پوهنې وزارت له انکشافي بوديجې څخه په ۱۸ ميلیونه افغانيو د کور جوړولو ادارې له‌خوا د پېش‌ساخت قطعاتو د توليد فابريکې پر مټ ورغول شوه.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کور جوړونې ادارې د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابريکې په وسيله د روان لمريز کال په ترڅ کې تر اوسه د هېواد په ۲۴ ولايتونو کې ۷۵ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۰:۵۱
Background image

په هرات کې د غرب زون کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۴۴۷/۰۷/۰۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې امریت له لوري، د غرب زون د ولایتونو (هرات، نیمروز، فراه، بادغیس او غور) د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۰:۳۸
Background image

لوګر کې د برکي برک ولسوالۍ کې د ښاري پلان لپاره توپوګرافي سروې تر سره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۰۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس وویل، چې د یاد ریاست اړوند تخنیکي ټیم د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په ساحه کې د توپوګرافي سروې چارې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۰:۱۸
Background image

د فاریاب په دولت اباد کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند د سړکونو د رغونې کارونه په پراخ ډول روان دي

۱۴۴۷/۷/۷

د فاریاب ولایت د دولت‌اباد ولسوالۍ د مهاجرینو د ښارګوټي د پلان دننه د سړکونو د کرښو اېستلو او جغل اچولو چارې په رسمي ډول پیل شوې دي.

دغه چارې د ښارګوټي د بنسټیزو اسانتیاوو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت