فراه ولایت کې د خپل سرو ودانیو له جوړېدو مخنیوی وشو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۳:۴۶
farah

۱۴۴۶/۲/۱۶

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي، د دې ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو مخنیوي ټیم لخوا د ښار په درېیمه او څلورمه ناحیه کې د یو شمېر خپل سرو ودانیو له جوړېدو مخنیوی وشو.

ښاغلي مولوي استقلال وویل، د یاد ریاست د ښاری تخلفاتو مخنیوي ټیم د یادو ناحیو څخه لیدنه وکړه او هغه کورونه چی په خپل سر او بې نقشې جوړېدل کارونه یې وځنډول شول.

نوموړی وایي، د کورونو مالکانو ته لارښوونه وشوه، چې د ښاري تخلفاتو مخنیوي طرزالعمل له مخې، نقشې جوړې او ویزه کړي او له هغې وروسته دې د کورونو پر جوړولو پیل وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه د ښاري نظم په موخه د ودانیو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د پلان او نقشې مطابق تر سره شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۸
Background image

له صیادو څخه نوي کابل ښار ته د پاکو اوبو د انتقال ستره پروژه د ډیزاین په مرحله کې ده

۱۴۴۸/۴/۱۰

 د نوي کابل ښار د پراختیا او د ښار د راتلونکو اوبو اړتیاوو د تأمین په موخه، له صیادو اوبیزې سرچینې څخه نوي کابل ښار ته د پاکو اوبو د انتقال ستره او حیاتي پروژه د نوي کابل ښار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې د شنې ساحې د غیرقانوني ودانیو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست  اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د عامه پوهاوي له آمریت سره په همغږۍ د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۵
Background image

د غزني پوهنتون تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر لخوا لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني لخوا د غزني پوهنتون تفصیلي پلان لاسلیک شو.

د غزني پوهنتون تفصیلي پلان د شاوخوا ۵۰۰ جریبه ځمکې په محدوده. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت