فراه ولایت کې اجباري راستنېدونکو کډوالو ته د ځمکو د وېش د فورمو نوم ‌لیکنه پیل شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۸:۵۸
فراه ولایت د فورمونو لړۍ

۱۴۴۶/۱۰/۱۶

فراه کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي، له ګاونډیو هېوادونو په اجباري توګه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د دایمي اوسېدو په موخه د ځمکو د وېش بهیر پیلولو په موخه د فورمو ډکولو لړۍ یې پیل کړه.

ښاغلی مولوي استقلال وایي، یاد بهیر د اړوندو ادارو تر منځ د نږدې همغږۍ او همکارۍ په چوکاټ کې د یوې ځانګړې کمیټې تر څار لاندې پر مخ وړل کېږي، چې مشري یې د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست کوي.

نوموړی وایي، د کمیټې د پرېکړې مطابق، د فورمو ډکول او د غوښتونکو معلوماتو تثبیت، د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست کې په شفاف او منظم ډول ترسره کېږي.

ښاغلی مولوي استقلال وایي، د نوم ‌لیکنې بهیر حضوري دی او د کډوالو چارو محترم وزارت له خوا برابر شوي رسمي فورم له مخې ترسره کېږي.

د معلوماتو له مخې، غوښتونکي کسان د اړینو اسنادو سره، د کور او ښار جوړولو ریاست ته مراجعه کوي، چې له ارزونې وروسته فورمونه ډک او تثبیت کېږي او بیا د وروستۍ ارزونې لپاره کمېټې ته سپارل کېږي.

د کمیټې د غړو فعال حضور او د اړوندو ادارو تر منځ بشپړه همغږي، د دې ملي برنامې د شفاف، عادلانه او چټک تطبیق ښکارندوی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۴
Background image

د طرحې د تطبیق په موخه د الشیخ ښارګوټي ساحوي څېړنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري چارو محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ، ټاکل شوې تخنیکي کمېټې د (الشیخ استوګنیز ښارګوټي) له ساحې څخه لیدنه وکړه.

د دغې لیدنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان د تطبیق په موخه ساحوي بررسي ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري چارو محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ، تخنیکي کمېټې، په نوي کابل ښار کې د (صنایع سبز) صنعتي ښارګوټي څخه لیدنه وکړه.

دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۰
Background image

د نوي کابل ښار په پروژه کې د رسول مصیر شرکت هم تخنیکي کارونه چټک کړل

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د رسول مصیر ودانیز او سوداګریز شرکت، د نوي کابل ښار د پراختیايي پلان په چوکاټ کې د لومړي فاز د «ج» برخې عملي کارونه په رسمي ډول پر مخ وړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت