فاریاب کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۱:۱۹
faryab

۱۴۴۶/۱۲/۱۵

فاریاب ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، په دغه ولایت کې یې د میمنې ښاروالۍ د پنځه پوړیزې ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي ذوالفقار، د لیدنې په مهال د پروژې له روانو چارو خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ چې ټولې چارې باید د نقشې او انجنیرۍ معیارونو سره سم ترسره شي.

نوموړی وایي، تخنیکي ټیم یې قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې وکړې، تر څو د یادې مهمې پروژې پاتې کارونه هم د تخنیکي اصولو او نقشې‌ سره سم بشپړ کړي.

یاده پروژه د میمنې ښار له مهمو زیربنایي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې له بشپړېدو سره به یې د ښاروالۍ کار کوونکو ته ښه چاپېریال برابر شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، ژمن دی چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ، د ساختماني پروژو پر شفاف، معیاري او پر وخت تطبیق، جدي او دوامداره څارنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۲۷
Background image

په کونړ ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۸

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د خاص کونړ ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي له روانو ساختماني چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال وکتل شول چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۴۱
Background image

په هرات کې د شینډنډ ښاروالۍ د کانال له کارونو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۸

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د شینډنډ ولسوالۍ د ښاروالۍ ودانۍ اړوند د دوه ‌طرفه کانال د جوړولو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د معلوماتو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۳:۴۴
Background image

د فراه ښار د شپږمې او اوومې ناحې اړوند له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۷

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ۶ مې او ۷ مې ناحیو د هغو ساحو له روانو ساختماني فعالیتونو څخه څارنه وکړه چې کارونه پکې  روان ول.

په څارنه کې وکتل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت