فاریاب ولایت کې اجباري راستنېدونکو افغان مهاجرو ته ځمکې ووېشل شوې.

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۱:۴۷
فاریاب ولایت

۱۴۴۶/۱۰/۲۶

د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې راستانه شوو افغان مهاجرو ته د ځمکو د وېش بهیر پیل شو، چې په تړاو یې جوړ شوو مراسمو کې د دغه ولایت محترم والي مولوي عبدالاحد فضلي وویل، خوښ دی چې په فارایب ولایت کې د همدغه ولایت اړوند مهاجرو ته د ځمکو د وېش بهیر پیل شو.

ښاغلي مولوي فضلي وویل، دوی به شپه او ورځ د خپلو خلکو خدمت ته ملا وتړي او نور به هم وهڅوي چې د خپلو مهاجرو ورونو لاسنیوی وکړي.

د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام ښاغلي اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د نورو په څېر د فاریاب خلکو هم د اسلامي نظام د رامنځته کېدو لپاره بې درېغه قربانۍ ورکړي، چې نن دا دی په وحدت او اخوت کې سره ژوند کوو.

ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي وویل، تېرې شل کلنې دورې په افغانستان کې د باثبته اقتصاد، زیربناء او د هر اړخیز فساد مخنیوي برخه کې هېڅ نه دي کړي، خو د شکر ځای دی چې اسلامي امارت حاکم شو او نن د هر څه لپاره کلک هوډ او تصمیم شته چې خلک یې ورځ بلې ته پایله هم ګوري.

نوموړي وویل، امارت د افغانستان راتلونکې ته پام کوي او په دې فکر کې دی چې څنګه کېدای شي هېواد اباد کړي.

مهاجرو ته د نمرو د وېش مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وویل، په افغانستان کې حاکم اسلامي نظام د خپل ولس خدمت کوي.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، دلته د مهاجرو سربېره د کونډو، یتیمانو او بې وزله اقشارو پالنه او خدمت کېږي، حدود او قصاص جاري دي، او د اقتصادي جهاد او خپلواکۍ د باثباته کېدو لپاره هلې ځلې روانې دي.

نوموړي وویل، افغانستان کې مختلف قومونه، ژبې، دودونه او سمتونه دي، خو په خبره یې اسلام او عقیده ده، چې ټول یې متحد کړي، خاوره امن ده، زورواکي او فساد ختم دی او څوک ظلم نه شي کولی.

د فاریاب په دولت اباد ولسوالۍ کې مهاجرو لپاره (۴۰۰۰) څلور زره جریبه ځمکه کې ښارګوټي جوړ شو، چې (۲۶۲۰) استوګنیزې نمرې لري او په ټوله کې (۳۰) ډوله تأسیسات په کې په پام کې نیول شوي دي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۳۶
Background image

د فاریاب ولایت د ملي راډیو تلویزیون د اداري ودانۍ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته چمتو شوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۸

فاریاب کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ملي راډیو ټلوېزیون د اداري امریت د نوې ودانۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

د قول هزاره ښارګوټي چارې وځنډول شوې

۱۴۴۶/۱۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي ټیم یې په کابل کې د قول هزاره استوګنیز ښارګوټي له وضعیت څارنه او ارزونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۱۷
Background image

د غزني ولایت آب بند ولسوالۍ کې د مسجد ودانیزې چارې د تخنیکي څارنې لاندې دي

۱۴۴۶/۱۲/۸

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د ودانیزو چارو انجنیر ښاغلي نجیب‌الله نجیب له لوري، د آب بند ولسوالۍ اړوند د جوړېدونکي مسجد. . .

BACK TO NEWS