غور کي د یوې پراختیایي پروژې چارې پای ته ورسېدې

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۶ - ۱۰:۳۳
غور

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ثبات ټینګښت ملي برنامې له لارې د غور ولایت اداري کمپلکس ودانۍ د ۲۸۱ متره په اوږدوالي د احاطې دیوال، امنیتي برجونو، د ساتوونکو خونې، د اوبو زیرمې او سپتیک څاه رغنیزې چارې بشپړې کړې. دا پروژه د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د دولت پراختیايي بودیجې څخه بشپړه شوې ده.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت خلکو ته د اساسي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه هر کال د ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې په سلګونه بنسټیزې پروژې تطبیق او عملي کوي. 

###

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند له لومړۍ تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۳۲
Background image

په ننګرهار کې د جهادي مدرسې د ساحې توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت د مرکز اړوند د جهادي مدرسې د ساحې توپوګرافي سروې بشپړه کړې ده.

یاده ساحه ۱۲۳.۱۸ جریبه ځمکه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې د ام ـ اې (۰۴) سړک د جوړولو چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تر مدیریت او تخنیکي څارنې لاندې، د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې د ام ـ اې (۰۴) سړک د جوړولو چارې په چټکۍ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت