غزنې کې د دوه تعلیمي پروژو رغنیزې چارې دوام لري

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د رغنیزو پروژو د تطبیق په دوام د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د تنقول لومان ښوونځي د احاطې دویوال چارې ۲۰ سلنه او د فیضیه ښوونځي رغنیزې چارې ۱۵ سلنه بشپړې کړي دي.
د تنقول لومان ښوونځي د احاطې دیوال په ۲۴۳۳۲ متر مربع ځمکه د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت او همداراز د فیضیه ښوونځي ودانۍ په ۶۸۴ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۵ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.
د هېواد په کچه د ښوونځیو جوړول د ښارجوړولو او ځمکو وزارت کاري لومړیتوب دی او ټاکل شوې دا وزارت د خصوصي سکټور په همکارۍ د ښوونځیو جوړولو چارې چټکې کړي.
###