غزني کې د صنعتي پارکونو له وضعیت څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۴:۳۴
'

۱۴۴۵/۰۸/۱۵

په غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د ریاست اړوند انجنیر یې د دغه ولایت په اسفنده او تلخاکزار سیمو کې د صنعتي پارکونو له وضعیت څارنه وکړه.

د هغه په خبره، په دغه لیدنه کې چې د صنعت او سوداګرۍ ریاست په مشوره ترسره شوه په صنعتي پارکونو کې لوحه هم نصب شوه.

دغه راز، په غزني ولایت کې د اول پلان سینما په ساحه کې د هوانوردۍ ریاست اړوند ملکیت د کروکي او سکېج اندازه واخیسته.

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د فعالیتونو په لړ کې، د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ د محترم مقام په غوښتنه د دوهمې امنیتي حوزې اړوند ساحې د معلومولو په موخه لومړنۍ سروې ترسره او د (جي، پي، ایس) نښې واخیستل شوې.

ورپسې، د غزني ولایت په اول پلان سیمه کې د یوې هټۍ لپاره د قبالې، سکېچ او کروکي لپاره لومړنۍ سروې ترسره او مالک ته یې تسلیم شوه.

د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د دولتي او شخصي ملکیتونو سکېچ، کروکي او سروې ترسره کوي، له رغنیزو چارو څارنه کوي او د پلان او نقشې مطابق وده او پراختیا رامنځته کوي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 2 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۳:۴۷
Background image

لوګر ولایت کې لسګونه جریبه نوره ځمکه هم سروې شوه

۱۴۴۶/۰۷/۱۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای، ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یو سف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې لوګر ولایت کې (189.198) جریبه ځمکه
. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

ارزګان کې د اجباري راستنېدونکو اړمنو کورنیو لپاره د ښارګوټي تفصیلي پلان جوړ شو

 

۱۴۴۶/۰۷/۱۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د عملیاتو چارو کمېټې محترم مشر حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د اجباري رساتنېدونکو اړمنو کورنیو لپاره د ښارګوټو د تفصیلي پلانونو جوړولو په لړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۲:۵۶
Background image

په فراه ولایت کې د ودانیزې پروژې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۷/۱۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د خصوصي زده کړو د موسسې د تلوونکې دروازې له ودانیزو چارو څارنه تر. . .

BACK TO NEWS