غزني کې د دوه پروژو رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۳ - ۸:۴۳
غزنی

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د غزني  ولایتي شورا ودانۍ رغنیزې چارې ۸۰ سلنه او د دې ولایت په مالستان ولسوالۍ کې د سبزدرې روغتیايي مرکز رغنیزې چارې ۴۰ سلنه بشپړې کړي دي.

د غزني ولایتي شورا ودانۍ په ۳۹۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې او همداراز د مالستان ولسوالۍ روغتیايي مرکز په ۱۹۱ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د عامې روغتیا وزارت له بودیجې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د روغتیايي مرکزونو، د دولتي ادارو ودانیو، لوبغالو، کتابتونونو، موزیمونو، وړکتونونو، جوماتونو او تعلیمي او تحصیلي مرکزونو په جوړولو کې فعاله ونډه درلوده او د ټولګټو پروژ تطبیق د دې وزارت په لومړیتوب کې دی.

###

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۲۷
Background image

د ارزګان ولایت د هوايي ډګر د پارکینګ، دروازې او سړک د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۱۴

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د یاد ولایت د هوايي ډګر د شنو ساحو، د موټرو تمځای، دروازې او سړک د ساختماني چارو د پرمختګ ارزولو په موخه له اړوندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۴
Background image

د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د سړک جوړولو چارو ۴۲ سلنه پرمختګ کړی

۱۴۴۸/۵/۱۴

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند انجینري ټیم د برکي برک ولسوالۍ له بازار څخه تر شیخ خېل سیمې پورې د سړک جوړولو له چارو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد سړک د جوړولو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۰:۴۹
Background image

د ارزګان ولایت په زندان کې د نظامي بندیانو د بلاک د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۱۴

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د یاد ولایت په زندان کې د نظامي بندیانو لپاره د جوړېدونکي بلاک د ساختماني چارو د پرمختګ او کیفیت د ارزونې په موخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت