غزني ولایت کې د ابتدائیه محکمو لپاره اتلس ولسوالیو کې ځمکې تعین شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۳:۵۷
غزنی

۱۴۴۶/۰۶/۲۲

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د نورو ادارو په ملتیا په (۱۸) ولسوالیو کې د ابتدائیه محکمو لپاره ځمکې تعین کړې.

ښاغلی مولوي بلال متقي وایي، د یادې چارې په ترسره کولو کې ورسره د غزني ولایت مرافعه محکمې، ولایت مقام، ارشاد، حج او اوقافو ریاست، مستوفیت ریاست، کرنې او مالدارۍ ریاست او د غزني ښاروالۍ ریاست استازو برخه اخیستې وه.

نوموړی وایي، یادو استازو د غزني اتلس ولسوالیو ته سفر وکړ او ټولو ولسوالیو کې یې ابتدائیه محکمو ته د هرې ولسوالۍ د محترم ولسوال، محترم امنیه قوماندان، محترم قاضي محترم مفتي، د استخباراتو محترم مدیر، او د کرنې محترم مدیر په شتون کې ځمکې تعین کړې.

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم تخنیکي ټیم په دغه اتلس ولسوالیو کې د یادو ځمکو د کروکي او سکیج چارې روانې کړي دي، چې د سکېچ له ترتیب وروسته به یې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مقام ته واستوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت