صفا استوګنیز ښارګوټي کې د ښاري تخلفاتو د په نښه کولو چارې پیل شوې

1446/7/1
د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې په صفا استوګنیز ښارګوټي کې د ښاري تخلفاتو د په نښه کولو او مخنیوي لپاره اقدامات پیل کړل.
ښاغلی مولوي حقاني وایي، یاد ښارګوټی د کابل ښار په اوولسمه (۱۷) مه ناحیه کې موقعیت لري، چې اړوندو انجنیرانو په کې پلټنې پیل کړې.
د معلوماتو له مخې، تخنیکي ټیمونو له لوري په دغه ښارګوټي کې د اوبو رسولو او کانالیزاسیون، د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو، ټولګټو تأسیساتو، سړکونو، برېښنا او نوري فایبر په برخو کې پلټنې پیل کړې.
د کور او ښار جوړولو وزارت په ټولو ښارګوټو کې پلټنې کوي او ښاري تخلفات په نښه او د له منځه وړلو لپاره یې اقدامات کوي.