سپین بولدک کې د یوې بند خونې د ساختماني موادو لګښت او د اندازې براورد وشو
۱۴۴۵/۷/۲۲
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي عبدالمتین عاشق وايي، تخنیکي ټیم یې د دې ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د بند خونې د یوې خونې د جوړولو د ساختماني موادو د لګښت براورد تر سره کړ.
نوموړي زیاته کړه، په کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د دې ولایت د مرکزي بندخونې د یو باب امنیتي ټاور او بند خونې د ځینو برخو براورد هم تر سره کړ.
په دې براورد کې د کار حجم، د اړتیا وړ ساختماني موادو او لګښت په تړاو په تفصیلي ډول معلومات وړاندې شوي دي.