سمنګان ولایت کې د بې وزله کورنیو لپاره د سرپناه جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۰۷/۰۴
سمنګان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد امین نوري وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې په دغه ولایت کې د څه باندې پنځوس (۵۰) بابه شلترونو یا سرپناه له چارو څارنه وکړه.
ښاغلی مولوي نوري وایي، دغه شلترونه د سمنګان ولایت د دره صوف پائین ولسوالۍ په (تلخ، یعقوبي تنګي، جمالک دره، جسني شورا او دمکی بغک) کلیو کې جوړېږي.
نوموړی وایي، په ټوله کې ټاکل شوې چې په دره صوف ولسوالۍ کې د بې وزله کورنیو لپاره یوسل او شل (۱۲۰) بابه شلترونه جوړ شي، چې لګښت یې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري ورکول کېږي او په دغه ولایت کې د مهاجرینو محترم ریاست سره په همغږۍ یې چارې روانې دي.
هغه وایي، تخنیکي ټیم یې په ساحو کې د شلترونو د جوړولو د څارنې په مهال مسؤلو کسانو ته لازمې لارښوونې وکړې، چې په سړه هوا کې له کومو لارو چارو کار واخلي.
د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو دولتي پروژو څارنه کوي او د اړیتا په صورت کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې کوي.