سرپل ولایت کې له څو بېلا بېلو پروژو څخه څارنه وشوه
۱۴۴۵/۰۶/۲۰
سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو رئیس داملا محمد نور نورزاد وایي، انجنیرانو یې د دغه ولایت په مرکز او ګوسفندي ولسوالۍ کې له څو بېلا بېلو پروژو د کیفیت خوندیتوب په موخه څارنه وکړه.
یاده څارنه د سرپل ولایت محترم مقام په وړاندیز او د یادو ادارو د استازو په شتون کې ترسره شوې، چې په کې د پوهنې امریت اړوند پروژه او د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د دارالایتام لیلیې خوړنځای، موزایک کاري، رنګمالي، او نورې چارې شاملې دي.
سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند انجنیران وایي، پروژې یې له نږدې کتلي او رغنیزې چارې یې بشپړې شوي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د دولتي ادارو په غوښتنه د ودانیو او بېلا بېلو رغنیزو چارو څارنه کوي، تر څو یې ټولې چارې د پلان او نقشې مطابق سرته ورسېږي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.