سرپل ولایت کې د سړک غځېدو له امله د رامنځته شوي تخریب خساره معلومه شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۱:۳۷
سرپل

۱۴۴۶/۱۱/۷

سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم ئیس مولوي داملامحمد نور نوران وایې د دغه ولایت د ښاروالۍ محترم ریاست په وړاندیز او د ولایت محترم مقام په حکم یې د سرپل ښار درېیمې ناحیې اړوند سیمه کې د یو سړک غځېدو له امله د تخریب شوو ودانیو خساره تثبیت کړه.

ښاغلی مولوي نوراني وایې، یاد سړک د ښار په درېیمه ناحیه کې هغه شل متره سړک دی، چې له عمومي سړک پیل او تر څلوېښت متره سړک پورې د لویدیځ په لوري غځېدلی دی.

نوموړی وایې، د خسارې د تثبیت چارې بشپړې شوې او نور سړکونه چې نقطه ګذاري شوي دي، چارې یې پیلېږي.

د معلوماتو له مخې، د یاد سړک له امله د تخریب شوو ودانیو خساره (95,000,000) افغانۍ راغلې ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت د دولتي پروژو براورد کوي لګښت او خساره یې معلوموي او هڅه کوي چې له بشپړ دقت کار واخلي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت