زابل کې له ۲۳۳ زره جريبو زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۹ - ۱۰:۵۵
زابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې په دوام دا ځل په کندوز ولايت کې ۲۳۳ زره ۶۹۱ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړي دي.

له دې ډلې څخه په ۱۲۰ قطعو کې ۲۲۸ زره ۵۹۵ جريبه سپينه دولتي ځمکه ده او په ۵۶ قطعو کې ۵۰۹۶ جريبه دولتي املاک دي چې د ياد ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د ټول هېواد په کچه په ۵۸۷۸ قطعو کې ۵ ميليونه ۲۳۷ زره او ۹۴۶ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي. 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۴۴
Background image

د لوګر ولایت محمد اغې صنعتي پارک لپاره تفصیلي پلان تائید او د تطبیق لپاره وسپارل شو

۱۴۴۷/۹/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې، د لوګر ولایت د محمد اغې د صنعتي پارک لپاره جوړ شوی تفصیلي پلان تائید او لاسلیک کړ.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۳۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د کوتل تخت صنعتي پارک لپاره تفصیلي پلان چمتو او تر هر اړخیزو ارزونو وروسته تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۷/۹/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې، د میدان وردګ ولایت د کوتل تخت اړوند د صنعتي پارک لپاره جوړ شوی تفصیلي پلان تائید. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۲۳
Background image

د غزني ښار د ارزاقو سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۹/۲۲

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د غزني ښار د ارزاقو سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره کړه.

دغه چاره د کور او ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت