زابل ولایت کې د میرویس خان نیکه پوهنتون د اوبو ټانکۍ او تحقیقاتي فارم د چارو ساحوي ارزونه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۹:۴۱
زابل

۱۴۴۷/۰۷/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د میرویس خان نیکه پوهنتون اړوند د اوبو ټانکۍ او تحقیقاتي فارم د ودانیزو چارو ساحوي لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې د خشت‌کارۍ او کانکریټ اچونې روان کارونه له نږدې وڅارل شول. تخنیکي ټیم د کارونو کیفیت، د تطبیق بهیر، مهالوېش او د تخنیکي اصولو رعایت وارزاوه، چې پایله یې مثبته وبلل شوه.

همدارنګه، د ژمي د سړې هوا له امله، قراردادي شرکت ته لارښوونه وشوه چې د کانکریټ اچونې پر مهال د یخ ضد  موادو څخه استفاده وکړي، تر څو د ساختماني کیفیت دوام او تخنیکي معیارونه خوندي پاتې شي.

د کور او ښار جوړولو ریاست د پراختیایي پروژو د ښه تطبیق، کیفیت کنټرول او د ملي زیربناوو د پیاوړتیا په موخه په دوامداره توګه د دولتي پروژو ساحوي څارنه کوي. د میرویس خان نیکه پوهنتون اړوند یادې پروژې د علمي څېړنو، کرنیزو پرمختګونو او د اوبو د معیاري مدیریت په برخه کې مهم رول لري.

د تخنیکي اصولو رعایت او پر وخت څارنه د دې لامل ګرځي چې پروژې د معیارونو سره سم او د اوږدمهاله ګټې لپاره بشپړې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت