راستنو شوو مهاجرینو ته د وېشل شوو استوګنیزو نمرو شمېر (۳۱۰۲۵) ته پورته شو او دا لړۍ لا هم په چټکۍ سره دوام لري

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۴:۱۱
مهاجرین

۱۴۴۷/۱۲/۰۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، تازه د هېواد په پنځو ولایتونو کې (۱۰۹۶) راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشلې.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وایي، د دایمي مېشتېدنې پروګرام د راستنېدونکو مهاجرینو د سرپناه ستونزو د حل، د منظمې ښاري پراختیا د پیاوړتیا او د مناسب ژوند چاپېریال د رامنځته کولو په موخه په چټکۍ سره روان دی.

په همدې لړ کې، تېره ورځ سه ‌شنبه په ننګرهار ولایت کې (۳۰۸) راستنو شوو مهاجرو کورنیو ته، په فراه ولایت کې (۲۵۳) کورنیو ته، په کندز ولایت کې (۱۸۰) کورنیو ته، په هلمند ولایت کې (۳۰۰) کورنیو ته او په ارزګان ولایت کې (۵۵) راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ورکړل شوې.

یوازې د تیرې سه ‌شنبې ورځې په جریان کې (۱۰۹۶) استوګنیزې نمرې وېشل شوې دي، خو په ټولیز ډول تر دې مهاله د وېشل شوو استوګنیزو نمرو شمېر (۳۱۰۲۵) ته رسېدلی او دا لړۍ لا هم په چټکۍ سره دوام لري.

د ځمکو د وېش بهیر به د منظور شوو طرزالعملونو، شفافو معیارونو او عادلانه میکانېزم له مخې دوام ومومي، څو مستحقو راستنېدونکو کورنیو ته د دایمي استوګنې مناسب فرصتونه برابر شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۲
Background image

د لغمان په شمه کټ سیمه کې د کډوالو لپاره د معیاري ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په شمه کټ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه تفصیلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۸
Background image

د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک کړ، دغه پلان د غزني ښار په شمال کې پر ۳۹۸۰.۷۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت