راتلونکي لیدلوري، پلانونو، ننګونو او فرصتونو باندې خبرې وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۲۳
وزارت شهر سازی و مسکن

۱۴۴۷/۱/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ ، د دغه وزارت د مرستیالانو، رئیسانو او چارسمبالو په ګډون مهمه ناسته ترسره شوه.

دغه ناسته، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د راتلونکي لیدلوري، پلانونو، ننګونو او فرصتونو په تړاو جوړه شوې وه، په کې د غونډې ګډونوالو خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.

د دغه وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، د ښاري پراختیا، نظم، د پلانونو تطبیق، او د ښاري خدماتو د ښه والي په برخه کې د وزارت مهم فعالیتونه او لید لوری بیان کړ.

نوموړي د چارو د لا پرمختګ په موخه ځینې وړاندیزونه هم وړاندې کړل.

ورپسې د د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي د وزارت د اداري چارو، مالي شفافیت، او استخدام میکانېزمونو په اړه خبرې وکړې او د موجودو ادارې ستونزو حل، د سرچینو د اغېزمنې کارونې، ظرفیت لوړولو او یو شمېر نورو مهمو اصلاحاتو وړاندیزونه شریک کړل.

د رئیسانو او تخنیکي پرسونل نظرونه هم شریک او د لا اغېزمنتیا په موخه یې دلایل واورېدل شول.

د غونډې په پای کې، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني ارزښتناکې خبرې وکړې، چې اسلامي نظام، اسلامي ټولنې او هېواد ته په خدمت کولو ورټولې وې.

د کار کوونکو ترمنځ د همغږۍ لا زیاتوالی، ریښتینولي، د نیت پاکوالی، اخلاص، اطاعت، له فساد سره جدي مبارزه، ژمنتیا او داسې نور هغه موارد وو، چې ټینګار یې پرې وکړ.

ښاغلي وزیر حقاني وویل، ښاري وده او پراختیا، مسکن او اسانتیاوې د انسانانو اړتیا ده چې باید دغه وزارت یې په ترلاسه کولو کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

نوموړي وویل، دی مسؤل دی او له مسؤلینو سره ناست دی، چې د هرې برخې پوښتنه به کوي.

ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د وزارت کار کوونکو ته په خطاب کې وویل، ټولې چارې به مسؤلانه سرته رسوئ، د نوي کابل ښار او په ټوله کې د مسکن پروژو ته په پاملرنه زیاتوئ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت