د ۷۹۷ ساختماني پروژو د تطبيق چارې روانې دي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۷ - ۱۱:۱۲
افغانستان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د تېرو دریو کلونو پر مهال ۷۹۷ ساختماني پروژې پيل کړې دي.

دا پروژې د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې په ښوونيزو او پوهنيزو، صنعتي، کرنيزو، روغتيايي، ورزشي، ديني او مذهبي، اداري او ټولنيزو سکتورونو کې د پلي کېدو په حال کې دي.

له دې ډلې څخه ۷۲ پروژې بشپړې او ګټې اخېستنې ته سپارل شوي، ۲۶۰ پروژې د پلي کېدو په حال کې دي، ۱۸۳ پروژې د تدارکاتو په مرحله کې دي، ۱۲۹ پروژې تر ډيزاين لاندې او ۶۵ نورې پروژې د سروې په حال کې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۳۹
Background image

لغمان ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۷/۷

په لغمان ولایت کې هغو اړمنو کورنیو ته چې له کلونو مهاجرت وروسته بېرته خپل ټاټوبي ته راستنې شوي او بې کوره دي، د هیلو دروازې پرانیستل شوې.

د اسکان دایمي کمېټې په مشرۍ د کور او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۴
Background image

د ژړۍ ولسوالۍ د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ځمکو وېش پروسه په بریالیتوب سره ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۰۷

د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ د مهاجرینو په ښارګوټي کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ځمکو د وېش پروسه د ولايتي هیئت لخوا په بریالیتوب سره ترسره شوه. په دې پروسه کې د کور او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۰:۵۱
Background image

په هرات کې د غرب زون کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۴۴۷/۰۷/۰۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې امریت له لوري، د غرب زون د ولایتونو (هرات، نیمروز، فراه، بادغیس او غور) د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پنځه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت