د ۴۷۷ تعلیمي او تحصلي پروژو د تطبیق چارې پیل شوې

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۰:۱۰
ساختماني پروژې

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په تعليمي او تحصيلي سکتور کې د ۴۷۷ ساختماني پروژو د تطبيق چارې پيل کړي دي.

د ودانيزو پروژو د تطبيق په برخه کې تعليمي او تحصيلي سکتور ته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ځانګړې پاملرنې په پايله کې دې وزارت د تېرو دريو کلونو پر مهال په ياد سکتور کې د ۴۷۷ ساختماني پروژو د تطبيق چارې پيل کړي دي.

له دې ډلې څخه ۳۹ ساختماني پروژې بشپړې او ګټې اخېستنې ته سپارل شوي، ۱۸۷ پروژې د پلي کېدو په حال کې دي، ۱۱۴ پروژې له ساختماني شرکتونو سره د قرارداد د عقد کولو په مرحله کې دي، ۴۰ پروژې د ډيزاين او ۳۷ پروژې د سروې په حال کې دي. 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۳۹
Background image

لغمان ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۷/۷

په لغمان ولایت کې هغو اړمنو کورنیو ته چې له کلونو مهاجرت وروسته بېرته خپل ټاټوبي ته راستنې شوي او بې کوره دي، د هیلو دروازې پرانیستل شوې.

د اسکان دایمي کمېټې په مشرۍ د کور او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۴
Background image

د ژړۍ ولسوالۍ د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ځمکو وېش پروسه په بریالیتوب سره ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۰۷

د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ د مهاجرینو په ښارګوټي کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ځمکو د وېش پروسه د ولايتي هیئت لخوا په بریالیتوب سره ترسره شوه. په دې پروسه کې د کور او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۰:۵۱
Background image

په هرات کې د غرب زون کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۴۴۷/۰۷/۰۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې امریت له لوري، د غرب زون د ولایتونو (هرات، نیمروز، فراه، بادغیس او غور) د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پنځه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت