د ۱۴ ولایتونو لپاره ۱۷ ښاري پلانونه طرحه شول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
انځور

رسنیزه اعلامیه

د ۱۴ ولایتونو لپاره ۱۷ ښاري پلانونه طرحه شول

 د ښاري پلانونو د طرحه کولو او جوړولو چارې د کور او ښار جوړولو وزارت له مهمو او کلیدي دندو څخه دي او د وزارت رهبري ژمنه ده چې ښاري پلانونه طرحه، منظور او د ښارونو منظمې پراختیا لپاره فرصتونه برابر کړي.

دغې موخې ته د رسېدو په پار، د کور او ښار جوړولو وزارت د تېر یو کال راهیسې د ۱۴ ولایتونو لپاره ۱۷ ښاري پلانونه: (ماسټر پلان، ملي جامع پلانونه، تفصیلي پلانونه، سیمه ییز پلانونه او اصلاحي پلانونه) جوړ کړي دي.

خوا او شا (۲۰۰) نور ښاري پلانونه بیا چاپ او اړوندو ولایتونو مرکزونو او ولسوالیو ته لېږل شوي، لکه تفصیلي پلانونه، ستراتېژیک پلانونه، ماسټر پلان، سمون پلانونه او د بیخ بنسټو چارو شبکات.

د درې ښارونو (هرات، کندهار او خوست) لپاره اسناد او د (SDF) پلان د یادو ولایتونو له ښاروالیو سره په همغږۍ د ښاري حدودو د تثبیت په موخه بیا کتل شوي دي.

د هرات د اوو ناحیو لپاره د سمون (بهسازۍ) پلانونه جوړ او د هرات ښاروالۍ ته د پلې کېدا په پار استول شوي دي.

د شپږو ولایتونو، لغمان، سرپل، بلخ، فاریاب، کندز او خوست ولایتونو لپاره د سمون (بهسازۍ) پلانونه جوړ شوي دي.

د نویو ښارګوټو جوړولو په موخه په ۹ ولایتونو کې ۱۲ ساحې د توپوګرافي سروې شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په ښاري سکتور کې یو مخکښ او مهم وزارت دی، چې د انډولیزې پراختیا او پرمختګ او دغه راز خلکو ته د کار کولو زمینې برابرولو برخه کې فعالیت کوي.

---------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

محمد کمال افغان- د کور او ښار جوړولو وزارت د نشراتو مسؤل او ویاند

اړیک شمېره: 0781288737

برېښنا لیک:

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیڅ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت

 

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیڅ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

په کجکي ولسوالۍ کې د ۱۰۰۰ لمونځ کوونکو په ظرفیت د جامع مسجد طرح او ډیزاین بشپړ شو

۱۴۴۷/۱۱/۲۲

د هلمند ولایت د حج او اوقافو ریاست د رسمي غوښتنې پر اساس، د کجکي ولسوالۍ لپاره د ۱۰۰۰ لمونځ کوونکو په ظرفیت یو معیاري مرکزي جامع مسجد طرح او ډیزاین ترتیب شوی دی.

یاده طرحه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۰
Background image

په پنجشیر کې د پوهنتون د تاسیساتو لپاره د نوې تثبیت شوې ساحې توپوګرافیکه سروې ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروی او جي ای ایس ریاست له لوري د پنجشیر ولایت په مرکز کې د پوهنتون د تاسیساتو د جوړولو لپاره د نوې تثبیت شوې ساحې توپوګرافي سروې ترسره شوه.

یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳
Background image

په هرات کې د هوايي ډګر د پروژې د کانکریټ اچونې چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۲۲

د هرات ولایت د هوايي ډګر ریاست په غوښتنه، د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د انجینرۍ ټیم له لوري د ګذره ولسوالۍ اړوند د هوايي ډګر په جنوبي رمپ کې د ترانسفارمر خونې د لومړي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت