د ګڼ شمېر مراجعینو ستونزې حل، وړاندیزونه او نظریات یې واورېدل شول
۱۴۴۳/۰۸/۲۷
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت جلالتمأب محترم وزیر مولوي حمد الله نعماني چې په شاوخوا نهه (۹) ورځني سفر له کابل د باندې تللی و، په بېرته راتګ سره یې د ګڼ شمېر هېوادوالو او مراجعینو ستونزې حل کړې.
وزارت ته په راتګ سره سم ښاغلي وزیر مولوي حمد الله نعماني ټول هغه اسناد او مکتوبونه چې نوموړي ته پر مېز ایښي وو، وکتل او لاسلیک کړل.
دغه راز محترم وزیر نعماني په هغه بیلا بیلو ناستو کې چې له هېوادوالو سره یې ترسره کړې د هغوی ستونزې، نظریات او وړاندیزونه یې واورېدل او د حل برخه کې یې لازمې او ګټورې لارښوونې وکړې.