د کونړ زلزله‌ځپلو لپاره د ۱۵۱۱ نمرې لرونکي ښارګوټي تفصیلي پلان منظور شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۵۵
کونړ

۱۴۴۷/۱۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د کونړ ولایت زلزله‌ځپلو لپاره د ځانګړي ښارګوټي تفصیلي پلان تائید او لاسلیک کړ.

دغه پلان د ښاغلي وزیر حقاني صاحب له لوري په خپل کاري دفتر کې له تخنیکي ارزونې وروسته منظور شو، چې موخه یې د زلزله‌ځپلو کورنیو لپاره د معیاري او دایمي استوګنې زمینه برابرول دي.

یاد ښارګوټی د ننګرهار ولایت د ګمبیري په سیمه کې په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې ډیزاین شوی، چې ټولې ۱۵۱۱ استوګنیزې نمرې په کې په پام کې نیول شوې دي.

په دغه تفصیلي پلان کې د ښاري اصولو او معیاري انجینري معیارونو له مخې جوماتونه، شنې ساحې، پارکونه، ښوونځی، د عامه خدماتو ساحې، داخلي سړکونه او نور اړین تأسیسات هم شامل شوي، څو د اوسېدونکو لپاره مناسب او هوسا چاپېریال رامنځته شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وایي، د دغه ښارګوټي تطبیق به د زلزله‌ځپلو کورنیو د ژوند د بېرته عادي کېدو، منظمې ښاري پراختیا او د معیاري استوګنځایونو د رامنځته کېدو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی، چې د امارت د مشرتابه د حکم سره سم د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شوو کورنیو ته د سرپناه، بنسټیزو خدماتو او خوندي ژوند د برابرولو لپاره ورته پراختیایي پروژې لا پراخې او ګړندۍ کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت