د کور او ښار جوړولو وزیر له امریکا راغلي هیئت سره وکتل

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۵:۱۰
.

۱۴۴۶/۰۳/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې له امریکا راغلي هیئت سره وکتل او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې وکړې.

شیخ حمدالله نعماني راغلي هیئت ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په افغانستان کې د شته امنیت، فرصتونو او پرمختګونو په تړاو خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې افغانستان د سیال کېدو په درشل کې دی او په هره برخه کې د پام وړ پرمختګونه لري.

په راغلي هیئت کې د مشهور نړیوال سوک وهونکي محمد علي کلې مېرمن اغلې ډاکټر خلیله علي او بل همکار و، چې په کابل کې به له بېلا بېلو برخو لیدنه وکړي.

اغلې ډاکتر خلیله علي وویل، غواړي په کابل کې یو پرمختللی ورزشي سټډیوم جوړ کړي او دغه راز به هڅې وکړې چې په نورو ټولګټو برخو کې هم د افغانانو ملاتړ وکړي.

اغلې علي وویل، په افغانستان کې د یو پرمختللي ورزشي سټډیوم جوړول، د هغې د خاوند او مشهور نړیوال سوک وهونکي محمد علي کلې ستر ارمان و، چې په خبره یې دا غواړي د هغه ارمان پوره کړي.

نوموړې، د کور او ښار جوړولو وزارت له محترم سرپرست وزیر وغوښتل چې په کابل کې د ورزشي سټډیوم لپاره ورته ځمکه ځانګړې کړي، تر څو یې دا د یو منظم پلان له مخې ودان کړي.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني، د نوموړي له همکارۍ د مننې ترڅنګ یادونه وکړه، چې د یاد ورزشي سټډیوم سربېره دې یو مجهز او معیاري مسجد شریف هم جوړ کړي، چې مسلمانان په کې د الله ج عبادت وکړي.

نوموړي وویل، هڅه به وکړي چې په نوي کابل ښار او یا په اوسني کابل کې یو مناسب ځای پیدا او د یاد ورزشي سټډیوم د جوړولو لپاره ځانګړی کړي.

د ناستې په دوام، اغلې ډاکتر خلیله علي، له محترم الحاج شیخ حمدالله نعماني مننه وکړه، چې د چارو په اسانتیا کې یې د مرستې کولو ټټر وډباوه.

هغې زیاته کړه، بېرته امریکا ته د تګ په مهال به له افغانستان څخه ښې خاطرې، او د امن او مخ پر ودې افغانستان یو ښه انځور یوسي، هغه څه چې ډېرو ترې ځانونه بې خبره اچولي دي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۳۶
Background image

د فاریاب ولایت د ملي راډیو تلویزیون د اداري ودانۍ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته چمتو شوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۸

فاریاب کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ملي راډیو ټلوېزیون د اداري امریت د نوې ودانۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

د قول هزاره ښارګوټي چارې وځنډول شوې

۱۴۴۶/۱۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي ټیم یې په کابل کې د قول هزاره استوګنیز ښارګوټي له وضعیت څارنه او ارزونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۱۷
Background image

د غزني ولایت آب بند ولسوالۍ کې د مسجد ودانیزې چارې د تخنیکي څارنې لاندې دي

۱۴۴۶/۱۲/۸

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د ودانیزو چارو انجنیر ښاغلي نجیب‌الله نجیب له لوري، د آب بند ولسوالۍ اړوند د جوړېدونکي مسجد. . .

BACK TO NEWS